د بېنوا ټكى اورګ (www.benawa.org) ويبپاڼي ډېرو درنو لوستونكو!
په سلامونو او مينه مو درنښت كوو.
تاسو ته څرګنده ده چي څه مهال مخكي بېنوا فرهنګي ټولني خپله www.benawa.com ويبپاڼه د افغانستان د ملي ارزښتونو سره د ټكر له امله تر هغه له ځانه بېله كړه چي دا ويبپاڼه بيرته ملي چوكاټ ته برابرېږي او واك يې د نوموړي ټولني د امتياز په توګه بيرته وټولني ته سپارل كېږي.
د پاڼي د بېلتون دلايل او لاملونه موږ د يوه اوږده متن په ترڅ كي پوره روښانه كړل او هغه مو له ځينو مجربو او مشرانو ليكوالانو سره شريك كړل، ځينو دغو استادانو په هغه كميت او كيفيت د هغه متن د خپرېدو مشوره رانكړه. موږ يې هم پر ځاى وروسته يو لنډ متن خپور كړ.
له بده مرغه چي له يوې خوا نه يوازي بېنوا ټكى كام ويبپاڼه له ټولني څخه غصب شوه، بلكي بڼه او ډيزاين يې هم بدل كړه شو، له بلي خوا هغه دوستان چي په اصلي كيفيت خبر نه وو، نو د هغه لنډ متن له مخي يا سم پوه شوي نه وو او يا يې هم برعكس برداشت كړى و، د هغه چا چي د تماس امكانات وو د تليفونونو او برېښنا ليكونو لړۍ يې راسره ونښلېده، اوس هر يوه ته جلا جلا قناعت وركول هم ستونزمنه خبره وه او ډېر هغه دوستان چي د تماس امكان يې نه وو لا به د بې شمېره پوښتنو سره په اندېښنو كي پاته وي.
بېنوا فرهنګي ټولني بالاخره د ډېرو دوستانو په ټينګار او د درنو مشرانو په سلا او مشوره هوډ وكړ چي د افغانستان دغه فرهنګي سنګر په ډېر لږ توپير د www.benawa.org په نوم په هماغه پخوانۍ بڼه او ډيزان له ټولو هغو څلور كلنو موادو سره چي په آرشيف كي مو يې يوه كاپي راسره ساتلې وه،بيرته فعال كړي، خو www.benawa.com په هر صورت د بېنوا ټولني امتياز دئ، چي څلور كاله د عبدالله احسان په مشرۍ په ملي چوكاټ كي ښه كاميابه وچلېده، خو چي د 01/07/2007 نېټه يې د چلولو واګي د بېنوافرهنګي ټولني له خوا د څليرويشتم نمبر رسمي اعلاميې په خپرولو خالد هادي ته وسپارل شوې، هغه نه يوازي خپله شخصي پاڼه ځني جوړه كړه، بلكي ملي ضد چوكاټ ته يې واچوله او په دې توګه يې د غريبو فرهنګيانو په خولو ګټلى اعتبار خاوري اوپر تتۍ يې وغورځوله، د نوموړي د تخنيکي خدمتونو بېلګو ته په کتو سره موږ فکر کاوه، چي د تخنيكي مسوليت تر څنګ د خپرنيزو چارو د مسوليت په ورسپارلو به ښاغلی هادي دا پاڼه لا وځلوي، خو نوموړي د بېنوافرهنګي ټولني له دې پريکړي څخه ناسمه ګټه پورته کړه، او آخير يې لاس تر وكښئ، بېنوا ډاټ كام بايد په هر صورت چي وي بيرته بېنوا ټولني ته وسپارل شي، ځكه دا د بېنوا فرهنګي ټولني روا حق دئ، له دې پرته يې په شخصي بڼه د ټولني (بېنوا) په نامه چلول ناقانونه او ملي خيانت ګڼل كېږي.
اى كاش چي د دغو كرښو ليكلو ته نه واى اړ كړه شوي، خو چي له پېښي څخه تېښته نشته نو www.benawa.org دي ټولو د افغانستان، افغان ملت او افغان فرهنګ رښتينو دوستانو ته مبارك وي او ورسره سم بلنه وركوو چي د خپل دغه ملي او فرهنګي سنګر په دفاع او پالنه كي د تېر غوندي په مينه او خلوص او په لا زيات اختيار ونډه واخلي او په دې توګه سره د افغانستان د هغو غليمانو شوم ارمانونه له خاورو سره خاوري كړي چي تل د دغه ډول ملي سنګرونو په الوزولو او تباهۍ كي له هر ډول ناروا تاكتيكونو څخه كار اخلي.
موږ په دې باور يو چي د افغان او افغانستان دښمنان زموږ د ملي ارزښتونو پر مورچو باندي بې رحمه وارونه كولاى شي، كله
– كله ضرر هم ور رسولاى شي، خو يو مخ يې له منځه نشي وړلاى، بلكي دا هرڅه د افغان فرهنګيانو د لا انسجام او همږغۍ سبب كېږي او د دوى فرهنګي بنسټونه نور هم كلكېږي او پخېږي.
ډېرو درنو لوستونكو!
نه يوازي دا چي د وياړ او شوق خبره يې نه بولو، بلكي ډېر افسوس كوو چي د www.benawa.com ستونزي او د ټولني له خوا ورسره د پرېكون لاملونه درته روښانه كوو، خو په ابهام، تشويش او سوء تفاهماتو كي د خلګو پرېښوول هم د اخلاقو او وجدان غوښتنه نه راته اېسي، ځكه نو سخت اړ يو چي له ځينو رښتياوو څخه پرده پورته كړو، او د هغه اوږده متن ځيني برخي ستاسو مخي ته كښېږدو، چي نه خپرول يې ځينو مشرانو مصلحت بللى وو خو اوس له وچه ناكامه داكار كوو.
د لوى افغانستان مار او لړم هم زموږ د محبوبي خاوري پيداوار دي، تر هغه وخته چي نېښ يې يوازي موږ ته متوجه وې ښايي د وهلو زړه يې ونكړو، خو كه يې د زهرو فواره زموږ د ملت او وطن پر ژوند وربرابره شوه بيا نو:
چي زما د كور اغزي ته كاږه ګوري
وايم اور شواى د هغه پر ګلستان
چي نشه د استبداد لري په سر كي
ماته يو دى كه مغل دى كه افغان
اجمل خټك
ښايي د دې مغل او دې افغان په يوه تله تلل هم زموږ پر ملي روحيه فشار راوړي، خو كه ملي ګټو ته د وفادارۍ خبره وي بيا به نو پرته له دې بله چاره څه وي چي د خپل سكه ورور او پلار تر خون به هم تېرېږې.
په دې توګه نو راځو د www.benawa.com غميزي ته.
بېنوا ټكى كام د افغانانو د يوه پاخه ملي – فرهنګي سنګر په توګه څلور كاله مخكي د بېنوا فرهنګي ټولني له خوا د هغو ژمنو پر بنسټ رامنځته شوه چي يو رښتينى او پاك افغان يې بايد له خپل ملت او فرهنګ سره ولري.
د دې فرهنګي سنګر په جوړونه كي بنسټيز نقش د تخنيكي مسئول په توګه د نيويارك مېشتي خالد هادي حيدري او د مسئول چلوونكي په توګه د هالنډ مېشتي عبدالله احسان و، دغو ځوانانو خوب او آرام پر ځانو حرام كړ او benawa.com يې د افغانستان د يوه رښتيني ملي
– فرهنګي سنګر په توګه زباد كړ.
د افغانستان په لر وبر او د دنيا په كونج – كونج كي هر پر ملي ارزښتونو مين افغان د دغه ملي مورچل د ماهيت په درك سره نه يوازي خپل ملاتړ ورسره اعلاناوه، بلكي عملاً يې د قلم وسله اخيسته او په هومره مېړانه، اخلاص او د قربانۍ په سرشاره جذبه يې د افغان ملت او افغانستان د ارمانونو دفاع كوله چي سړى يې اصلاً تعريف ته عاجزه شي.
موږ د هغو ټولو سرتېرو هوډياليو د وطني جنون پر بنسټ د مبارزې و عجيب سټايل ته ډېر په تعجب كي پاتېږو چي دوى ته نه يوازي دا چي د دغه كار او پيكار په مقابل كي كوم امتياز نه وركول كېدئ، بلكي دوى به له خپله جېبه د انټرنيټ، ټلېفون، كېمرې، ټيپ، سفر او وخت قربانۍ ته په دومره شوق اوږه وركړې وه چي سړى د افغانستان په دربدره شرايطو او له افغانستان څخه دباندي د پردېسۍ په ډېرو سختو حالاتو كي د افغانستان د ارمانجنو زامنو وحيرانوونكي ملي روحيې ته ګوته په غاښ پاتېده.
Benawa.com په افغانستان او نړۍ كي د پاكو او با وجدانه قلموالو د همت په زور د افغانانو خپ شوى ږغ راپورته كړ، د وطن او خلګو د دښمنانو له مخونو يې د ټګۍ او فرېب پردې پورته كړې، د فساد او استبداد پر ضد يې د فكري او قلمي جهاد ږغ اوچت كړ، د افغان فرهنګ د دفاع، ځلښت او پايښت جنډه يې جګه كړه، جنګ ځپلي او پاشلي افغانان يې د ملي روحيې پياوړتيا او پر يوه ملي پليټ فارم د راټولېدو لپاره راوبلل، په دې توګه نو نوموړې پاڼه د لوى افغانستان او دنيا په ګوټ
– ګوټ كي د افغانانو ترمنځ د پيوستون يوه محكمه كړۍ وګڼل شوه، ځكه يې د خپلو افغانانو بېسارى ملاتړ خپل كړ او د وطن د بې باورۍ په زهرجنه فضاء كي د اعتماد د يوې پخې مرجع په توګه وپېژندل شوه، همدا رنګه يې په افغانستان او دنيا كي د افغاني رسنيو لپاره د يوه معتبر اخځ په توګه پرېمانه خبرونه او نور فرهنګي مواد په خلاص لاس برابر كړل.
په دغه ټوله دوران كي موږ ډېر جدي متوجه وو چي زموږ د ارزښتونو دښمنانو دغه پاڼه پر خپلو ككريو بند چنګك باله او له بېلا بېلو لارو يې د دغه سنګر د الوزولو هڅي كولې، خو د همږغو او متفقو ځوانانو په بركت دا ډول شومو هڅو د اوبو پر سر د كرښو حيثيت درلود.
له بلي خوا د افغانانو خصلت او حاكمو شرايطو ته په پام سره دا هم طبيعي وه چي د بېنوا ويبپاڼي په اداره كي به هم يا د يو شخص د شخصي سليقې او يا هم د غليم د هڅو تر اغېز لاندي وخت ناوخت ځيني ستونزي راولاړېدې، چي هغه به يا د ځينو خواخوږو مشرانو له خوا په سړه سينه د اواري لارښووني راته كېدلې يا يې له زغم پرته بله لاره نه وه.
په دې ترڅ كي له بده مرغه داسي لاملونه هم رامنځته كړه شول چي له مخي يې ويبپاڼي خپل ډېر وفادار او سرتېر قلمي همكاران هم ونشواى ساتلاى. او د ډېرو كوچنيو او عندي تمايلاتو پر سر يې دغه ګران سنګر په پرېښود، د بېلګي لپاره به د ځينو هغو فرهنګي خدايي خدمتګارانو درانه نومونه خامخا يادوو چي له بده مرغه د پاڼي له خوا په خورا ناځوانۍ پرمخ ووهل شول:
ښاغلي: محمدنعيم حقمل، رحيم ګل څاروان، عبدالاحد پيغام، جاويداحمد تسل، جعفر هاند، غلام جيلاني ځواك، مجيب الرحمان انګار، عبدالله احسان او ډېر نور هغه خواخوږي چي پرته د نومونو د يادولو يې نازولو، هڅولو او پاللو، موږ نه پوهېږو چي اوس به زموږ په ژبه د دوى ستاينه څه مانا او اغېز ولري او نه يې هم وړ ستاينه زموږ په توان پوره ده او له دغي ويبپاڼي سره د دوى د همكارۍ تفصيلي څرنګوالى بېله څېړنه او مقاله غواړي، خو د دوى نه يوازي دا چي كور ودانى ونه ويل شو، بلكي لا داسي څه له لاسه ورته وويل شول چي ناځواني څه چي كفر ګڼلاى شي، له دوى ټولو درنو څخه له بخښني غوښتلو پرته نور څه كولاى شو؟
له بده مرغه چي بېنوا ټولنه د خپلو دغو خدايي خدمتګارانو په دفاع كي پاته راغله، جدي عمل يې ځكه نه شواى كولاى چي يو دم د ټول سنګر د سقوط امكانات زيات وو، په دې توګه نو دا درد د ټولني ملګرو په پټه خوله په زړونو كي جذب كړ، په زړه پوري لا دا چي د دغو وهل شوو ملګرو د خواخوږۍ په كچه كي توپير رانغئ او لا يې د لاسه د پرله پسې زغم توصيه راته كوله، خو د دوى پر مخونو د ويبپاڼي د وربندېدو له امله پاڼه سخته متاثره شوه.
دا هم بايد ومنو چي له دغه ملي سنګر څخه كله – كله داسي ږغونه هم پورته كېدل چي زموږ ملي حيثيت يې پيكه كاوه، موږ د دغسي پېښو د مخنيوي لپاره له اوښكو، زاريو، عجز او د خداى (ج) له روى څخه كار اخيست، چي له بده مرغه زياتره مهال به بې اغېزي وو.
زياتره مهال به د خواخوږو مشرانو پخې مشورې له پامه غورځول كېدې چي طبعاً دې كار به د يوه ناڅرګند كس له امله د ټولني د ټولو ملګرو پر بېباكۍ دلالت كاوه، خو له دې ټولو سره
– سره دوستانو يوازي پرې نښودو، ځينو مو درد او مجبوري محسوسوله، او ځينو هم د انساني خواخوږۍ له مخي، د خپلي ميني له غېږي نه غورځولو.
بېنوا ويبپاڼي تر ټولو سخته ضربه هغه مهال وخوړه چي تر يوې مياشتي زيات مهال د ناڅرګندو ستونزو له امله د لوستونكو پر مخ وتړل شوه، په هغه پسې يې بله لويه جيټكه دا وه چي له مشرتابه پلاوي څخه يې اساسي ترينه ستن (عبدالله احسان) له منطقي دليل پرته د مصلحت له مخي ليري كړل شو، په پاڼه كي د ښاغلي احسان كار او زيار، انساني چلن، د ځوانۍ په دوران كي پوخ عظمت، ښې اړيكي، د ملي درد پر مهال په چيغو
– چيغو ژړا، لوى عجز، صبر، پراخه سينه او ډېري نوري ځانګړني چي د ده پر سړيتوب دلالت كوي، له بده مرغه په پاڼه كي د ده له دغو غوره ځانګړنو څخه نه يوازي دوامداره ګټه وانخيستل شوه، بلكي لا د لاسه په سپكه ورته وكتل شوه، ما چي كله د دغه انسان احسان په ټينګار له پاڼي څخه د ده د ليري كېدو كرښي ليكلې، ګواكي د خپل وجدان په ټټر كي مي په خپل لاس په زهرو لړلې برچه وهله:
د ارمانونو پر ساحل مي بېړۍ ډوبه شوله
بيده قسمته دا ګودر د غرقېدلو نه و
جهاني
دا كيسه داسي وه:
پروسږكال چي خالد هادي حيدري له نيويارك څخه كراچي ته د خپل واده په نيت روان و او د ويبپاڼي قباله، كوډونه او شفرونه هم ټول له ده سره خوندي وو، نو پاڼه يو دم بنده شوه، پر لومړي مخ يې يوازي دا جمله وليكل شوه ((پاڼه له تخنيكي ستونزو سره مخ ده، چي په څو شېبو كي به بيرته جوړه شي))، د پاڼي زرګونه كتونكي چي د دغي پېښي شاهدان دي، په ډېره بې صبري يې تريخ انتظار كاوه، خو د څو شېبو وژونكى انتظار تر مياشتي واووښت، پرته له خالد جان هادي څخه هيڅوك نه وو خبر چي پاڼه ولي له تخنيكي ستونزو سره مخ ده؟ او دا ستونزي څنګه ليري كېداى شي؟
ښاغلي هادي حيدري دي خداى (ج) تل خوښ لري، د خپل نېكمرغه واده په سنګين كار بوخت و او له ټولو خواوو سره يې هر ډول تماسونه غوڅ كړي وو، او د زرګونه خلګو غوښتنو او پوښتنو ته هيچا يو فيصد جواب هم نه شواى ويلاى.
آن د څو شېبو د تخنيكي ستونزي د خبرتيا ليري كولو توان هم له چا سره نه و چي لږ تر لږه لوستونكي خو له وژونكي انتظار څخه ژغورل شوي واى. د هيواد د تکړه کمپيوټرپوهانو ( ډاکټر نيک محمد ويال او شيرزاد کامه وال) د مشورو او همکارۍ او زيات شمېر لوستونکو او همکارانو د نيوکو پر اساس شاوخوا يوه مياشت وروسته عبدالله احسان په دې وتوانيدئ، چي د خالد هادي له خوا د پاڼي پر مخ د څو شېبو ژمنه چي څو اوونۍ پر ځای پاته وه تصحېح کړي، چي سمدستي د ويبپاڼي د سيسټم کوډونو بيا په داسي حال کي تغير وکړ چي مسئول چلوونكى (عبدالله احسان) بيرته پاڼي ته نه شواى ننوتلاى، بيا هم له ښاغلي هادي سره هيڅ ډول تماس ممکن نه و، موږ يې په کندهار او کوئټه د روغتيا دعا کوله، حبيب الله غمخور يې په کابل او هرات کي د دوستانو په ذريعه د جوړ نا جوړ د حال معلومولو په هڅو بوخت و، او احمدشا هوتکي يې له کاناډا څخه د کورنۍ او ملګرو په ذريعه د تماس موندلو هڅي کولې خو يوه هم نتيجه ورنه کړه، له ښه مرغه د بېنوا فرهنګي ټولني سره د هغه مهال د ټولو يادو شوو موضوعګانو مستند شواهد وجود لري. تر دې هم دوې اوونۍ وروسته پاڼه له ډېرو ګډوډيو سره پرانيستل شوه، موږ چي هرڅه سوچ، سلا مشورې وكړې د حل بې خطره لار مو پيدا نكړاى شواى، دا ځكه چي د شخصي غرضونو او سليقې له چلنج سره مخ وو، په داسي حال كي نو د حل معقوله لار كله
– كله يو مخ بنده شي.
بالآخره ښاغلى احسان دې نتيجې ته ورسېد چي دى بايد د پاڼي له مشرتابه پلاوي څخه ليري او خالد هادي حيدري د تخنيكي مسئوليت ترڅنګ د مسئول مدير په توګه وټاكل شي، ځكه احسان ته د خالد هادي سره د بېنوا فرهنګي ټولني د ويبپاڼي د ګډ کار پر مهال خپل منځي حساسيتونه، نزاكتونه او غرضونه مالوم شوي وو.
بېنوا ټولنه له ډېري ناوړي او حتمي فيصلې سره مخ وه، ځكه چي خپل يو ايماندار، با احساسه او مبارز ځوان يې د هغه د بېسارو، بې غرضو او وياړمنو خدمتونو په بدل كي، بېله كور وداني او له منطقي دليل پرته ليري كاوه. ټولني احسان ته ويل چي تا ټول خلګ پېژني، ټول كارونه دي دوى ته روښانه او د منلو وړ دي، هغوى ته به هيڅ دليل د قناعت وړ نه وي، خو احسان په خپل ټول لوىوالي وويل چي مهمه خبره د يوه ملي ارزښت او د خلګو د ارمانونو د كور ساتنه ده، دا كه د يوه تن په قرباني ژغورل كېداى شي، نو دى هر ډول قربانۍ ته تيار دئ. ده وويل چي د خلګو لپاره به دا دليل بس وي چي په هره اداره كي د كارونو د سمون په خاطر بدلون راځي.
اى كاش چي يوازي د دا يوه تن په قرباني د چا زړه يخ شوى واى، موږ خو د ډېرو يارانو قرباني وركړه، خو پايله يې دا راوخته چي نن دا بدرنګه، بدخونده او ترخې كرښي ليكو.
ګران احسان د خپلي ځوانۍ د جوش په اوج كي د تل غوندي له داسي هوش څخه كار واخيست چي سارى يې ډېر لږ دى، نه يې د خپلي قربانۍ او جهاد عوض وغوښت او نه يې د خلګو په څټ كي ځان سپور كړ، ته به وا دا فلسفه يې د ژوند سرمشق ټاكلى و:
ته خپله وينه ور نذرانه كړه
داحتمي نه ده چي ته به بر شې
قرباني هسي د ميني كار دى
عوض يې نشته چي پرې خبر شې
سلېمان لايق
دا عجيبه فيصله هم وشوه او د احسان له پېش بينۍ سره سم تخنيكي ستونزه هم اواره شوه، خو ورسره هم مهاله پاڼه داسي پر تتۍ ولوېده چي بيا يې د راپورته كېدو چانس ونه موند، له دې هرڅه سره
– سره د خواخوږي احسان ټينګار و، چي د وس تر بريده بايد پاڼه له مرګه وژغورل شي، محمدعمر واحديار د پاڼي د مرستيال په توګه شپه او ورځ پر ځان يوه كړه او مرګ ته يې ونه سپارله، اخير د ده د زهره چاودي خدمت په بدل كي هم د ده مخي ته د ډبرو غورځول شروع شول، تر دې چي په ځينو حساسو وختو كي به يې پر مخ پاڼي ته د ننوتلو كوډونه بند شول، آخر سړى دې ته حيران شي چي د يو چا د ډېر ښه خدمت په مقابل كي بايد دغسي ورسره وشي؟ او بل، يو څوك ولي داسي فكر وكړي چي خپل يو ښه بريالى كارګر، مخلص او ځلېدونكى ملګرى خپل كريډيټ او نامه ته خطر وبولي؟ آيا خبره برعكس نه ده؟ خو دا پوښتني دي په چا اورېدلې؟
په هر صورت آخير كيسه دې بريد ته راورسېده چي په پاڼه كي خلګو ته ښكنځل او سپكاوى شروع شو.
يوه ورځ ماځيګر د هرات دروازې پر چوك ولاړ وم چي له بي بي سي راډيو څخه د ډاكټر داؤد جنبش تليفون راغئ، په ډېره مهرباني او حكمت يې راياده كړه چي د اشخاصو نومونه او كورنۍ په سپك نامه يادول څنګه كار دئ؟
د ده اشاره هغي بې بنسټه ليكني ته وه چي په بېنوا ويبپاڼه كي خپره شوې او د بي بي سي د ټكولو ترڅنګ يې ښاغلى ايمل پسرلى او د هغه درنه كورنۍ په سپكه ياد كړي وو، پر ما سر وګرځېد، د ډاكټر جنبش د پوښتني جواب روښانه و، له خجالته وننېدم، نه پوهېږم چي ډاكټر صاحب ته مي څه ګډي وډي وويلې، له كابله محمود كوچي هم د دغي موضوع په باب تليفون راوكړ، هغه هم كباب
– كباب كړم، خو چي د پاڼي له واكمن سره په تماس كي شوم، هغه وويل چي دا يو مستند راپور و، ما ورته وويل چي دغه ډول مستند (!) راپورونه چي زموږ بنياد باسي، زموږ د پاليسۍ برخه نه ده، خو په چا دي منله؟
ورپسې په ډاكټر لطيف بهاند پسي ښكنځل خپاره شول، په دې باب ډاكټر شيرحسن له ماسكو څخه د ډېرو خبرو ترڅنګ د خپلي همېشنۍ خواخوږۍ په ژبه راڅخه وپوښتل چي موږ ولي بايد خپلي ريښې په خپله ووهو؟ له ډېرو خواوو د مشرانو له ورته (ولي؟) سره مخ شوم، ډېر دا فكر كاوه چي دا بېنوا ټولني ولي داسي لېونۍ اوبه پر سر اړولي دي، خو دا پته ورته نه وه چي (ږيره زما ده، واك يې د ملا دئ) زه چي به د پاڼي له واكمن سره په تماس كي شوم، د هغه غوڅ جواب به دا وو چي دا هرڅه رشتيا دي، بايد خپاره شي.
د دې تر څنګ به ځيني داسي بې بنسټه خبرونه خپرېدل، چي د ژورناليزم پر اخلاقو او اصولو به سخت ګوزار و، مثلاً يوه ورځ د پوليسو دوه موټرونه د ټولني مخته ودرېدل او له غوصې پړسېدلي په وسلو سمبال پوليس ټولني ته راننوتل او د دفتر پلټنه يې پيل كړه، ما ويل خير دئ، څه خبره ده، دوى په ډېر قهر وپوښتل چي تاسو ته چا وويل چي د كندهار په شاولي كوټ ولسوالي كي پر والي صاحب ځانمرګى بريد شوى، چي د امنيه قومندان سيدآغا ثاقب له خولې مو دا خبره په ويبپاڼه كي خپور كړى دئ، ما ويل زه به يې مالومات وكړم، وروسته چي يې امنيه قومندان ته تلېفون وكړ، هغه هم ډېر په غوصه و، قومندان ويل چي دى به دا خبره راسره سپينوي چي موږ ولي په درواغو له ځانه د ده له خولې خبري اخيستي، خو بيا يې هم كور ودان يوازي يې د دغسي كار د نه تكرار په لارښوونه پرېښودو. ما چي كله د پاڼي له مسئول سره تماس ونيو چي دا خبر يې هم خپله جوړ كړى و، هغه ويل دا خبر ده ته يو چا د امنيه قومندانۍ د يوه عسكر له خولې وركړى و، پر دې اساس نو طبعاً دا د امنيه قومندان خبره كېداى شواى، په داسي حال كي عسكر هم نا مالوم و، وروسته مو له قومندان څخه بخښنه وغوښته.
بالآخره پاڼه تر ټولو چاودېدونكي بريد ته ورسېده هغه داسي چي پكښي د هغو چارواكو بې اړتيا دفاع په روښانه ټكو كي پيل شوه، چي پر هغوى د دنيا په كچه په څرګنده د اداري فساد د اساسي ريښو تور لګېدلى و، په پاڼه كي د پېژندل شوو د فساد د ريښو او د نشه يي توكو د قاچاقبرانو د دفاع يو منظم كمپاين پيل شو، چي د دې هرڅه شاهدان د پاڼي ټول درانه كتونكي دي.
مثلاً اسدالله خالد چي د كندهار د خلګو په اند د كندهار په تاريخ كي تر ټولو بې كفايت ترين او بدنامترين والي و، پرهغه يو ځل د غزني د ولايت پر مهال د بدنامۍ ډېري ټپلي نښتي وې او هلته مطلق ناكام و. له بده مرغه په كندهار كي يې په ټاكلو سره د سيمي ټول سياسي، ټولنيز، ملي، اسلامي او . . . . ازرښتونه ګډوډ شول، له يوې خوا د كندهار خلګو د خپل اعتراض د ږغ اوچتولو وړتوب بايللى وو، له بلي خوا ده د امريكا د بېساري ملاتړ پر اساس آن د ولسمشر كرزي پروا هم نه ساتله، بالآخره يې نړيواله ټولنه هم تر پزي راوسته او د كاناډا د باندنيو چارو وزير ماكسيم برنير كندهار ته د سفر پر مهال د كندهار په هوايي ډګر كي ژورناليستانو ته وويل چي په سيمه كي د كندهار والي د ټولو نا امنيو لوى عامل او د فساد اصلي جرړه ده، خو له نوموړي والي سره په دغو شپو ورځو كي د خالد هادي د تازه شروع شوي شناخت او ناستي ولاړي له امله په بېنوا ډاټ كام كي د خلګو او نړيوالي ټولني او هغه كاناډايانو په وړاندي چي عسكر يې خپله نوموړى والي او كندهار ساتي داسي دفاع شروع شوه چي د يوه سپېڅلي افغان ضمير ته يې سخته جټكه وركولاى شواى، نيژدې و چي اسدالله خالد د يوه ملي اتل په توګه معرفي كړي او په دې توګه نو په پاڼه كي د افغان ملت له ارمانونو او ارزښتونو څخه يو سل او اتيا درجې انحراف رامنځته شو. دا هرڅه د پټولو نه وو او د پټولو هڅه يې هم ملي خيانت ګڼل كېداى شواى.
بيا چي كله نوموړى والي د روان كال د اسد پر ۲۶-مه د كندهار له ولايته ليري كړل شو، نو په پاڼه كي يې په باب وليكل شول چي ((د كندهار والي اسدالله خالد خپل واك جنرال رؤفي ته سپاري او ده د خپل مسئوليت پر مهال سلګونه د بيا رغوني پروژې بشپړي كړې او په همدې شمېر نوري رواني دي)).
په دې توګه نو دا په څرګنده د خلګو په سترګو كي خاوري اچول او لمر په دوو ګوتو پټول دي، ځكه د دغه والي په ټاكل كېدو سره د نا امنۍ، اداري فساد او ګډوډۍ او نورو ناخوالو ترڅنګ د بيا رغوني مخكني كارونه هم ټول په ټپه ودرېدل، او د ده د ټولي درې كلني واكمنۍ په دوران كي آن يوه كوچنۍ د بيا رغوني پروژه هم څوك نشي ثابتولاى.
دلته يو بل ډېر عجيب ټكى او تريخ واقعيت دا هم دى چي ښاغلي خالد هادي ډېرو دولتي چارواكو او كاركوونكو ته په پاڼه كي په مستعارو نومونو كوډونه پرانيستل او دا نو طبيعي وه چي هغو به بېله شكه خپله اداره پاكه او خپلي كړني بريالۍ تبليغولې چي دا نو تر ټولو لويه د شرم خبره وه.
زموږ پر ملي باور ايمان لرونكو كسانو راته وويل چي نور په پاڼه كي دا حالت د زغملو نه دئ، كه يې كنترولولاى نه شئ، لاس ځني واخلئ، او كه دا كار نه كوئ نو د ملي خيانت طوق لعنت به مو غاړي ته درلوېږي، دا خو مو سم دم له غلو سره د جوال خوله نيولې ده.
د دوستانو يې كور ودان بيا يې هم وخت راكړ، د پاڼي چلوونكي خالد هادي حيدري ته مي وويل چي د خدا (ج) لپاره د كوم مجبوريت له مخي دي د تورنو چارواكو سپيناوي ته ملا تړلې ده، دغسي يو كار كه ممكن واى هغه به ستا ملګرو په افغانستان كي كولاى، چي هره لحظه يې پر ككريو د دغو غلو او قاتلانو د غضب خنجرونه راځوړند دي، خو ستا يارانويوه ميلۍ هم كښته نه دي ورته كتلي، تاته په غرب كي كوم سياسي، ټولنيز يا اقتصادي خطر متوجه دى چي له امله دي يې د افغانستان غليم د افغانستان د ارمانونو په سنګر كي كښېناوه او هغه د چا خبره په بريالي بريد كي دي پرشاتګ وكړ.
اخير ولي؟ ولي؟ ولي؟
خو ده په ډېر قهر راته وويل:
((ماغزه مي مه را خرابوه، په دې كي زه خپل كار لرم، ستا سر نه په خلاصېږي، كه دي درد راوستئ، دا پاڼه بندوم او . ... . ))
ما ورته وويل چي كه د دغو ناخوالو مخ ونه نيول شي، نو تر دغسي ضد ملي پاڼي تر چلولو د هغې بنديده زر واري بهتر دي، بيا مي ورياده كړه چي پاڼه خو د بېنوا ټولني امتياز دئ، دا چي كوډونه، شفرونه او جواز يې ستا په لاس كي دئ، دا خو پر تا د ټولني د خاص باور له مخي دي، ته بايد له خپل دغه اعتبار څخه ناوړه ګټه وانخلې او نه يې د بندېدو ګواښ وكړې، خو ده يو عذر هم ونه مانه.
له دې سره سم د اعتراضونو خصوصي او عامه لړۍ راپيل شوه، د بېنوايانو په خطاب له ترخو پېغورونو او تورونو ډكي ليكني خپرې شوې، چي تر ډېره بريده رشتيا هم وې، زموږ د ملي ارزښتونو غليمانو په پوره هوښيارۍ د خپلي لمني په اور وسوځولو او په خپل كور كي يې غم راته پېښ كړ او خپل ورور يې راته بلا كړ.
زه خوشال له نورو څه لره فرياد كړم
پر زړه – زړه واړه په خپل غشي ويشته يم
خپل دغه ورور ته مو ليك واستاوه چي ګرانه، خلګ د اصلي كيفيت سپيناوى غواړي، راځه چي بيرته د خلګو لاري ته برابر شو، خو ده د ډېرو نورو خبرو ترڅنګ راته وليكل چي ((هرڅه مو زړه غواړي ويې ليكئ، ما شپږه هم نه خوري)) او نه مو د اوتو بوتو پروا لرم.
موږ غوښتل چي پر مسئله تر خپل منځ خبري وكړو، خو ده زموږ ليك او ورسره جواب ډېرو نورو خلګو ته هم واستاوه او ورسره يې د خلګو پر ملي ويبپاڼه شخصي قبضه ولګوله او موږ ته يې رډ جواب راكړ او دعوه وكړه چي ما مخكي هم له ټولني څخه د دې پاڼي د بېلولو پروګرام لاره، اوس يې نو را پرېږدئ، بيا مو بل اوږد ليك ور واستاوه چي ګرانه، زموږ خپل منځي ليكونه نورو ته مه استوه او لږ په سړه سينه سوچ وكړه، كاشكي په دغه لانجه كي يوازي زموږ شخصي تباهي واى، دا د ټول افغانستان هيلو ته دروند ګوزار دى، بېنوا ويبپاڼه د بېنوا ټولني امتياز دى، دغي ټولني ته يې وسپاره او ته دكوم حق، جواز او اصولو له مخي له بېنوا ټولني څخه د هغې د يوه خپرني ارګان د بېلولو او شخصي كولو حق لرلاى شې او . . . . .
د دغه ليك د جواب غوښتنه مو بيا – بيا وكړه، خو تر اوسه يې جواب رانغئ، او د پاڼي دروازه د بېنوا ټولني پر مخ وتړل شوه، ځكه مو نو فيصله وكړه چي د پاڼي د بيرته اختيار اخيستو تر مهاله پاڼه له بېنوا ټولني بېله اعلان كړو. د هغه لېونتوب لړۍ چي په دغه پاڼه كي روانه ده اوس يې هم خلګ زموږ څخه پوښتنه كوي، مثلاً د افغانستان د مشهور ليكوال او شاعر ښاغلي عبدالغفور لېوال په اړه يې ليكلي وو چي هغه د ولسمشر حامد كرزي وياند ټاكل كېږي، هغه بېنوا ټولني ته په ډېر ادب او غير مستقيم ډول شكايت وكړ، چي دغه خبر مو اوس د كومو اصولو پر بنسټ خپور كړى دئ؟ موږ ورته ويل چي د همدغسي بې شمېره، بې بنسټه او له ځانه جوړو شوو خبرونو او وړاندوينو پر اساس مو دغه پاڼه له ټولني بېله اعلان كړې، د همدغي پوښتني سره ښاغلى لېوال د بي بي سي په اوومه سټډيو كي هم مخ شو، هغه دا خبره بې ځايه وبلله، ځكه مو نو دغه ځيني څرګندوني اړيني وبللې.
لوى خداى (ج) دي موږ ټولو ته د نېكيو هدايت وكړي. آمين
دا يې تاسو او دا يې په پخوانۍ بڼه ستاسو بېنوا (www.benawa.org) ويبپاڼه، موږ به د تل غوندي ستاسو د مشورو، نيوكو او لارښوونو په تمه يو.
په ادب او مينه
د بېنوا فرهنګي ټولني د مشورتي جرګې په استازيتوب
عبدالاحمد محمديار
افغانستان
۲۸/۵/۱۳۸۷
|